له امریکایانوسره دمذاکراتوپه اړه دوروستۍ پروپاګنډې په هکله
داسلامي امارت درهبري شوری اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحيم
له امریکایانوسره دمذاکراتوپه اړه دوروستۍ پروپاګنډې په هکله
داسلامي امارت درهبري شوری اعلامیه
دتیرې یکشنبې په ورځ یوشمیرخبري رسنیودسنډي ټایمز ورځپاڼې په حواله خبرورکړچې داسلامي امارت مشرتابه چمتودی له امریکایانوسره په مذاکراتوکې ګډون وکړي .
نوموړې ورځپاڼې دټولوژورنالیستیکي مقرراتوخلاف دغه خبرد دوﺉ په اصطلاح داسلامي امارت درهبري شورا د دوتنونامعلومو غړیودویناپه استناد ترتیب اوخپورکړی اونوروخبري رسنیو بیا همداسې بي له دې چې دهغه دسپیناوي په اړه داسلامي امارت دمعلومواورسمي ویندویانو نظر غوښتنه وکړي کټ مټ نقل کړی.
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې داشانې دروغجن افواهات دماتې خوړلي دښمن دتبلیغاتي سلسلې یوه بي تاثیره کړۍ بولې دهغې په اړه خپل موقف داسې اعلاموي:
1. اسلامي امارت له امریکایانوسره دمذاکراتوپه اړه دپخواپه څیر په خپل ثابت اصولي موقف ټینګارلري اوله امریکایانوسره ترهرډول مذاکراتوله مخه له افغانستان څخه دټولویرغلګروځواکونوبي قید اوشرطه وتل اساسي شرط بولي ؛ځکه دبهرنیانودموجودیت په صورت کې له هغوﺉ سره هرډول معامله په افغانستان باندې دهغوﺉ دیرغل دمشروعیت په معنابلل کیږي.
2. اسلامي امارت په افغانستان کې دامریکایانوموجودیت دافغانستان اوټولې سیمې دبي ثباتې اصلي عامل بولي اوددغه عامل په موجودیت کې دمذاکراتوپه پلمه دهرې معاملې ترسره کول دافغانستان دمسلمان ولس له اسلامي آرمانواوعلیامصالحوسره خیانت ګڼي .
3. اسلامي امارت دیرغلګروپه خلاف دجهادي چارودانسجام اوپرمخ بیولولپاره دهیواد په داخل کې معین اداري تشکیلات لري؛له هغوﺉ نه سیواچې دکوټې دشوراپه نوم کوم تشکیلات اسلامي امارت ته منسوبیږي هغه ددښمن خودساخته مسمیات دي اودعمل په ډګرکي هیڅ مصداقیت نه لري.
4. اسلامي امارت دخپلې اصولي تګلارې داعلامولو اونړیوالوته دهغې دوضاحت اوڅرګندولو لپاره خپل دوه تنه رسمي ویاندویان ټاکلي چې داسلامي امارت دټولو رسمي مواقفو اودهیواد داړونده موضوعاتوپه اړه داسلامي امارت د تګلارې وضاحت اواعلامول اوکه داسلامي امارت په نماینده ګي څوک خبره کوی دهغوی تصدیقول ددغودوتنو ویندویانومسؤلیت دی،هرهغه موقف اوسیاسي تګلاره چې ددغو ویندویانوله تصدیق نه پرته داسلامي امارت داصولي موقف برخلاف کله ناکله په غربي میډیاکې راپورته کیږي هغه داسلامي امارت په خلاف ددښمن دتبلیغاتي پروپاګنډې یوه برخه بلل کیږي اوپه هیڅ صورت داسلامي امارت درسمي دریځ تمثیل نشي کولای.
5. داسلامي امارت رهبري شوراله ټولوخپلواکوخبري آژانسونواو مطبوعاتي رسنیوڅخه په درناوي غوښتنه کوي چې داسلامي امارت داړونده موضوعاتو دخپرولوپه اړه دژورنالیستیکې مقرراتوپه پام کې نیولوسره خپل صحافتي رسالت اداء اوله عیني واقعیتونوسره په تطابق کې خپل مطبوعاتي مکلفیت سرته ورسوي اوداسلامي امارت درسمي ویندویانو له تصدیق پرته دي دنامعلوموکسانوڅرګندونوته داسلامي امارت درسمي دریځ رنګ نه ورکویز
والسلام
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شوری
20/4/2010
بيان مجلس الشورى القيادي لإمارة أفغانستان الإسلامية
حول الدعاية الحالية عن التفاوض مع أمريكا
نقلا عن صحيفة الصنداي تايمز البريطانية، نشرت بعض وسائل الإعلام أن القيادة العليا للإمارة الإسلامية مستعدة الآن للحوار مع أمريكا.
إن صحيفة الصنداي تايمز البريطانية قامت بنشر تقريرها مخالفة بذلك جميع الأعراف وقواعد العمل الصحفي واستندت في تقريرها إلى شخصين مجهولين مع ادعاء انهما عضوين في مجلس الشورى القيادي للإمارة الإسلامية!
كما قامت أيضا بعض وكالات الأنباء بنشر ذلك التقرير دون تدقيقه والتحقق من صحته من خلال الناطقين الرسميين للإمارة الإسلامية المعروفين للجميع!
إن إمارة أفغانستان الإسلامية في الوقت الذي تعتقد فيه أن مثل هذه الشائعات السخيفة ليس إلا مجرد دعاية بلهاء صادرة عن عدو يتقزم ويحتضر في أفغانستان، تعلن عن موقفها كالأتي:
1. إمارة أفغانستان الإسلامية تؤكد موقفها الثابت من المحادثات مع الأمريكان وتعتبر أن انسحاب جميع قوات الاحتلال من أفغانستان هو شرط لإجراء أي محادثات والتفاوض مع الأمريكان.
إن أي محادثات مع الأمريكان في ظل تواجد القوات الأجنبية يعني منح الشرعية لاحتلال وغزو أفغانستان.
2. إمارة أفغانستان الإسلامية تعتقد أن الوجود الحالي للأمريكان في أفغانستان هو العامل الرئيسي لعدم الاستقرار في أفغانستان وفي كل المنطقة.
لذلك فإن أي اتفاق من خلال عملية التفاوض هو خيانة للتعاليم والمعتقدات الإسلامية لشعب أفغانستان وخيانة لجميع مطالبه الأساسية مادام عامل عدم الاستقرار موجود في مكانه.
3. إمارة أفغانستان الإسلامية تملك الإعداد التنظيمي داخل البلاد لإدارة وتعزير جميع النشاطات الجهادية ضد الغزاة. أما الكيان التنظيمي المسمى “مجلس كويتا ” والذي ينسبه العدو إلى الإمارة الإسلامية فما هو إلا تسمية بلا أساس وملفقة ولا وجود لها على الأرض.
4. إمارة أفغانستان الإسلامية قامت بتعيين اثنين من الناطقين الرسميين لتوضيح وشرح سياستها الرسمية. الناطقين الرسميين معهود إليهما بواجب النطق بموقف الإمارة الإسلامية تجاه جميع المواضيع والقضايا الوثيقة الصلة بالبلاد.
وإذا تكلم أي شخص أخر بالنيابة عن الإمارة الإسلامية فيجب ان يتم التحقق منه من خلال الناطقين الرسميين.
كل موقف أو منحى سياسي يظهر من وقت لأخر في وسائل الإعلام الغربية ويكون مغاير للخط الرسمي للإمارة الإسلامية ويفتقر للتحقق من صحته في وقت سابق من جانب الناطقين الرسميين للإمارة الإسلامية، فهو مصنف كجزء من حملة العدو الخبيثة ضد الإمارة الإسلامية .
5. إن مجلس الشورى القيادي للإمارة الإسلامية يطالب وبكل احترام جميع وكالات الأنباء المستقلة وجميع وسائل الإعلام أن تنفذ تعهداتها المطلوبة في العمل الصحفي عند نشر مثل هذا التقرير وأن تنتبه للمعايير والقواعد الصحفية في هذه المسائل. وأن تتجنب وبشكل مماثل صبغ توكيدات أشخاص مجهولين على أنها الموقف الرسمي للإمارة الإسلامية بدون الحصول على توضيح وتحقق سابقين من الناطقين الرسميين للإمارة الإسلامية.
والسلام
مجلس الشورى القيادي
لإمارة أفغانستان الإسلامية
20/4/2010